افغان غږ خبری آژانس: د عراق د اسلامی مقاومت ځواکونو نن سهار اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یې د حیفا په اشغال شوی بندر کې یو مهم هدف په نښه کړ.
د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ په خپله بیانیه کښې د ملکیانو په نښه کولو کښې د دغه رژیم د جنایتونو په ځواب کښې د اسرائیلو د رژیم په هدفونو د خپلو حملو په دوام ټینګار وکړ.
د عراق اسلامی مقاومت په تیرو میاشتو کښې د نیواکګرو فلسطین په شمال او جنوب کښې څو مهم هدفونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی او اعلان یې وکړ چې دغه حملې د فلسطین له ولس او مقاومت سره د پیوستون نښه ده او ترهغه به دوام لری چې د صهیونیسټانو جنایت به په بشپړه توګه ودرول شي.