افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویندوی پاڼې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد له یو شمېر قومي مخورو او شیعه عالمانو سره د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر غونډه وکړه.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي: په لومړۍ کتنه کې قومي مشرانو او علماوو د خلکو د یووالي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال د هڅو یادونه وکړه او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې مهمې وګڼلې.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې په دې جلا جلا ناسته کې د کابل ولایت شیعه علماو او مخورو د اسلامي امارت وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې وستایلې او د کابل په لویدیځ کې یې د رغنیزو پروژو د پیل په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د رېیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل: اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دي.
هغه زیاته کړه، اړوندې ادارې به د شیعه ګانو د غوښتنو او همدارنګه د یادو قومونو د مشرانو، چې له ولایتونو څخه راغلي دي، د حل په موخه لازم اقدامات وکړي.
د رئیس الوزرا مرستيال د افغانانو ترمنځ پر يووالي او پيوستون د ټينګار په ترڅ کې وويل چې ټول قومونه بايد د افغانستان د سوکالۍ او آبادۍ لپاره په ګډه کار وکړي.