کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نورستان کې د اوبو د یوه کانال د جوړولو کار پرانستل شو

23 جدی 1402 ساعت 10:28

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس اخندزاده نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په کونتیوا ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل کړې.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه په ایکس پاڼه کې خبر خپره کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د درې میلیونه افغانیو په ارزښت دغه کانال به په څه کم درې میاشتو کې جوړ شي.

ښاغلي اخندزاده وویل چې نورستان د دغه وزارت لومړیتوب دی او په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پلي کړي.


د مطلب کود: 284060

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/284060/په-نورستان-کې-د-اوبو-یوه-کانال-جوړولو-کار-پرانستل-شو

آوا
  https://www.avapress.net