د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل - غور لویه لار چې تېره ورځ د واورې ورښت له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د کابل - غور لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
19 جدی 1402 ساعت 11:32
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل - غور لویه لار چې تېره ورځ د واورې ورښت له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
آوا: د کابل - غور لویه لار د غور له شپږمې ناحیې څخه د غور ولایت مرکز فېروز کوه ښار ته چې له تېرې ورځې راهیسې د واورې د ورښت له امله تړل شوې وه، د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د غور ولايت د فوايد عامې رييس وايي چې د دوى کارمندان په دې بريالي شول چې د غور لويې لارې د وسايلو په مرسته بېرته پرانيزي.
تر دې مخکې د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد حماس ويلي وو، چې د کابل – غور لويه لاره د "بک" کوتل د واورې د ورښت له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د مطلب کود: 283800