د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د یونیسف ادارې له خوا د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په کاپیسا کې د اوبو رسولو د دوو شبکو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
2 جدی 1402 ساعت 14:07
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د یونیسف ادارې له خوا د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د جدی ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو کار د زیات ارزښت له مخې پیل شوی دی. د څه باندې (۱۴) میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یونیسف ادارې په مالي لګښت د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خبرپاڼه وايي، په دې شبکو کې د څښاک د صحي اوبو لپاره د دوو ژورو څاګانو کیندل، د ۶۲ سولر تختو نصبول، د اوسپنې څلور کانکریټي ذخیرې چې هره یوه یې د ۵۰ او ۲۰ متر مکعب اوبو ظرفیت لري او د ۱۷۶۶۰ مترو په اوږدوالي پایپونو نصبول شامل دي.
دغه وزارت وايي، د دې شبکو د کار په بشپړېدو سره په ياده شوې ولسوالۍ کې ۷۲۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
د مطلب کود: 282710