مرستندویه موسسو په درېیو ولایتونو کې له څه باندې څلور زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي او نغدي مرسته وکړه.
د هېواد په درېیو ولایتونو کې څه باندې څلور زره اړمنو کورنیو ته مرستې وویشل شوې
18 قوس 1402 ساعت 9:36
مرستندویه موسسو په درېیو ولایتونو کې له څه باندې څلور زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي او نغدي مرسته وکړه.
آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د کډوالو نړیوال سازمان په پکتیکا، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې پر ۴۱۰۴ اړمنو کورنیو مرستې وویشل.
د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د پنجشنبې په ورځ د وازیخوا په ولسوالۍ کې ۱۶۴۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وویشل.
په همدې حال کې د ننګرهار له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، د دغه ولايت په شېرزاد، رودات او چپرهار ولسواليو کې پر ۱۹۶۰ اړمنو کورنيو د اسيايي ټولنيزو خدمتونو د موسسې له لوري نغدي مرستې ووېشل شوې.
د دې رياست د خبرپاڼې له مخې، يادې شوې ادارې له هرې کورنۍ سره د ١٧٠ ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.
په همدې حال کې هغه اړو کورنۍ چې مرستې يې ترلاسه کړې دي په راتلونکي ژمي کې د نورو مرستو غوښتنه کوي.
بل خوا د ميدان وردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست وايي، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) په دغه ولايت کې له سېلابونو ځپلو ۵۰۴ کورنيو سره نغدي مرسته کړې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې هرې کورنۍ ته ۱۴۸۰۰ افغانۍ او ژمنۍ جامې ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په اوو ولايتونو کې له نږدې شل زره اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې.
د مطلب کود: 281835