د برښنا ملي شرکت چارواکي آوا ته تاییدوي، چې د ازبکستان هېواد افغانستان ته د مازدیګر تر پنځو بجو پورې د برېښنا جریان ۵۰ سلنه کم کړی دی.
په یوه ورځ کې د ازبکستان په وارداتي برېښنا کې ۵۰ سلنه کموالی
12 قوس 1402 ساعت 12:05
د برښنا ملي شرکت چارواکي آوا ته تاییدوي، چې د ازبکستان هېواد افغانستان ته د مازدیګر تر پنځو بجو پورې د برېښنا جریان ۵۰ سلنه کم کړی دی.
آوا - کابل: د برښنا د ملي شرکت ویاند حکمت الله میوندي د یکشنبې په ورځ «۱۲ قوس» د آوا له خبریال سره په مرکه کې تایید کړه چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د یوې ورځې لپاره ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
میوندي زیاته کړه، ازبکستان د خپلو برېښنا د تاسیساتو د ترمیم په موخه نن (یکشنبه) د مازدیګر تر پنځو بجو پورې برېښنا ۵۰ سلنه کمه کړې ده.
میوند وویل چې د کابل د صنعتي پارکونو او د خلم او خنجان پر سب سټېشنونو سربېره د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونه به هم د برښنا د کمیدو شاهد وي.
خو برشنا شرکت څه موده وړاندې ویلي و، چې د اوبو د کمښت له امله د داخلي سرچینو د برېښنا د تولید اندازه کمه شوې او په پام کې ده چې د کابل په ګډون نورو ولایتونو کې هم عملي شي.
ویل کېږي، چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان څخه راځي او کورني تولیدات یې هم ۲۲٪ ته رسېږي.
د يادونې وړ ده، چې هر کال د سړې موسم له رارسېدو سره په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د برېښنا کمښت زياتېږي او برشنا شرکت تر اوسه نه دى توانېدلى، چې هېواد ته د اړتيا وړ برېښنا ورسوي.
د مطلب کود: 281486