افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه «قږس ۱۱» یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل: د فلسطین په نیواک کې له څو ورځنی اوربند وروسته صهیونیسټی نیواکګرو یو ځل بیا د نیواکګرۍ عملیات پیل کړل. په غزې باندې د وحشیانه بریدونو په ترڅ کې تر دې مهاله څه د پاسه ۱۵ زره شهیدان او ۳۶ زره ټپیان شوي چې یواځي پرون کابو ۲۰۰ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي په شهادت رسیدلي، ۶۰۰ تنه ټپیان او ګڼ شمیر خلک د کنډوالو لاندې ورک شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي دي: اسلامي امارت د صهیونیسټانو روانه ترهګري په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.
د اعلامیې په دوام کې راغلي دي: د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان اسلامي امارت له اغیزمنو نړیوالو او سیمه ییزو حکومتونو، اسلامي هیوادونو او د بشر د حقوقو له مدعو سازمانونو څخه غواړي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روان قتل عام مخه ونیسي او د اساسي حل لپاره زمینه برابره کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په فلسطین کې د قتل عام دوام به د نړیوالو سازمانونو او بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار له منځه یوسي.
بايد يادونه وشي چې په غزې تړانګه کې له اووه ورځني اوربند وروسته د صهيونيسټ رژيم بريدونه پرون سهار يوځل بيا پيل شول .