کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني له افغانستان سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوي

29 عقرب 1402 ساعت 16:42

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر (OCHA) د افغانستان له خلکو سره د ژوند ژغورنې د مرستو په برخه کې له جرمني څخه د پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.


آوا – کابل: نن دوشنبه (د عقرب ۲۹) اوچا په خپل یوه ویب پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو راهیسې جرمني له ۲۱۰ میلیونه یورو څخه زیاته مرسته کړې ده.

 
د يادونې وړ ده، چې نړيوال مرستندويه سازمانونه لا هم په هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې د کچې په اړه اندېښنه څرګندوي او د نړۍ له هېوادونو څخه په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د زياتو مرستو غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 280759

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/280759/جرمني-له-افغانستان-سره-پنځه-میلیونه-یورو-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.net