په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
اروپايي ټولنه افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي
7 عقرب 1402 ساعت 12:01
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
آوا - کابل: د اروپایی اتحادیې استازی په ایکس پاڼه کې لیکلی چې دغه اندازه مرستې به د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ته ورکړل شی.
د اروپايي ټولني استازي وویل: "له د کډوالو نړیوال سازمان سره په ګډه، موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې راستنیدونکي خوندي احساس وکړي او هغه مرستې ته لاسرسی ومومي چې دوی په کور کې اړتیا لري."
د پاکستان حکومت د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ۱.۷۳ میلیونه "ناقانونه" کډوالو ته وخت ورکړی چې له هیواده ووځي او یا له اخراج سره مخامخ شي.
له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل هم دوام لري.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې هره ورځ له ايران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.
د مطلب کود: 279388