کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام:

د بودیجې نشتوالی یو ملیون میندې او د دوی ماشومان له تغذیې ملاتړ څخه بې برخې کوي

5 میزان 1402 ساعت 12:20

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، که په افغانستان کې د خوراکي توکو مرستې ته بودیجه ورنکړل شي، یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان به نور له تغذیې برخمن نه شي.


آوا - کابل: پرون (سه شنبه، میزان ۴) د خوړو نړیوال پروګرام په یوه پیغام کې لیکی چې د بودیجې نشتوالی د دې لامل شوی چې افغان مېرمنې د «ژغورنې وروستۍ لار» له لاسه ورکړی.
 
خپرونه وړاندې لیکي چې د بودیجې کمول پدې معنی دي چې یو ملیون میندې او د دوی ماشومان به نور تغذیه ونه کړي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو کمولو ته اړ شوی دی، په داسې حال کې چې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.
 
دغه پروګرام وايي چې په سړه او سخت ژمي کې له افغانستان سره د مرستې لپاره دغه پروګرام یو میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
 
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشرې سنډي مکین ویلي و، چې دغه پروګرام په افغانستان کې د اکټوبر میاشتې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کافي بودیجه نه لري او که مرستې ونه شي، له افغانستانه به ووځي.
 


د مطلب کود: 277291

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/277291/د-بودیجې-نشتوالی-یو-ملیون-میندې-او-دوی-ماشومان-له-تغذیې-ملاتړ-څخه-بې-برخې-کوي

آوا
  https://www.avapress.net