د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره بشري مرستې وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د ژمي په موسم کې د بشري مرستو غوښتنه کړې
22 سنبله 1402 ساعت 9:12
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره بشري مرستې وکړي.
آوا - کابل: د دغه سازمان افغان څانګې د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه بیان کې لیکلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال د بودیجې له ۶۰ سلنه کمښت سره مخ دی.
د دې اعلامیې له مخې افغانستان یو له هغو زیانمنو او مظلومو هېوادونو څخه دی، چې سږکال پکې لس میلیونه اړ کسان له حیاتي مرستو بې برخې شوي دي.
په افغانستان کې د دغه سازمان مشر هسیائو وی لی په خپل وروستي ویډیويي پیغام کې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د ۲۱ میلیونو اړمنو خلکو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د شمېرو له مخې په سلو کې ۹۰ افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د مطلب کود: 276553