د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلوي سره د افغانستان پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان د وضعیت څېړنه د متحده عربي اماراتو سفیر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازي په لیدنه کې
11 سنبله 1402 ساعت 11:13
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلوي سره د افغانستان پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي.
آوا - کابل: توماس نیکولسن په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د هرچا لپاره د زده کړو د فرصتونو د رامنځته کولو، د هېواد د اقتصاد او په حکومتولۍ کې د ټولو طبقو د ونډې په اړه خبرې وکړې.
د هغه په وينا، اروپايي ټولنه او متحده عربي امارات به په دې برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، چې په افغانستان کې ټولو ته د کار زمينه برابره شي.
په بروکسل کې د متحده عربي اماراتو سفیر په یوه بیان کې ویلي، چې هېواد به یې له اروپايي ټولنې سره د افغانستان له خلکو او په دغه هېواد کې د ښځو د اساسي حقونو د ملاتړ په برخه کې له نږدې کار وکړي.
د مطلب کود: 275991