د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د ښځو د نیولو لپاره کوم عملیات نه دي کړي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند: د امنیتي ځواکونو له خوا د ښځو نیول یوه آوازه ده
31 اسد 1402 ساعت 9:07
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د ښځو د نیولو لپاره کوم عملیات نه دي کړي.
آوا - کابل: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ (اسد، ۳۰) په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره دغه موضوع مطرح کړه.
نوموړي دا خبر "بي بنسټه" وباله او له رسنیو یې وغوښتل چې د "بې بنسټه خبرونو له خپرولو" ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یکشنبي شپه یو شمېر رسنیو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د څو ښځو د نیولو خبرونه خپاره شول.
د مطلب کود: 275304