د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی.
د هېواد په ځينو سيمو کې د باران او سيلابونو امکان
24 اسد 1402 ساعت 9:45
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سه شنبې او چهار شنبې په ورځ د اسد د مساشتي ۲۴مه او ۲۵مه نیټه د هیواد په یو شمیر سیمو کې د سیلابونو د راوتلو احتمال اټکل شوی دی.
په يادو شويو ورځو کې د جلال آباد، کونړ، لغمان، خوست، پکتيا او پکتيکا د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د بارانونو او واورو د ویلي کیدو له امله د سيلابونو د راوتلو احتمال شته.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو په ځانګړې توګه د وردګو په څلور لارې کې وروستيو سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 274866