د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دې رياست کارکوونکي هره اوونۍ په دوو شفټونو کې د هرات ښار له سطحې څخه ٢٥٠٠ متر مکعب کثافات راټولوي او خوندي ځاى ته يې لېږدوي او په تخنيکي او مسلکي ډول يې خښوي.
ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>
د هرات ښاروالۍ له خوا له ښار څخه د ۲۵۰۰ متر مکعب کثافاتو راټولول
14 اسد 1402 ساعت 14:59
د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دې رياست کارکوونکي هره اوونۍ په دوو شفټونو کې د هرات ښار له سطحې څخه ٢٥٠٠ متر مکعب کثافات راټولوي او خوندي ځاى ته يې لېږدوي او په تخنيکي او مسلکي ډول يې خښوي.
آوا - هرات: د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي، چې د دې ادارې کارکوونکي هره اونۍ د هرات ښار له سطحې څخه ۲۵۰۰ متره مکعبه کثافات په دوو شفتونو کې راټولوي.
د هغه په وينا، دا اندازه کثافات د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د ښار او پنځلسو ولسواليو له بېلابېلو سيمو څخه د استوګنې د کورونو، روغتيايي او سوداګريزو مرکزونو له دروازو راټولېږي او په ٣٥ کيلومتره واټن کې د موټرو په واسطه لېږدول کېږي.
ښاغلي ارمل زیاته کړه: په دې برخه کې د دې ادارې له خوا نږدې ۴۰۰ کسان په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د پاک او سالم چاپېريال په ساتلو کې همکاري وکړي.
د هرات ښاروالۍ ویاند همداراز زیاته کړه، دوی پرېکړه کړې، چې په ښار کې د کثافاتو داسې ډنډونه نصب کړي، چې وچ او لوند کثافات سره بېل کړي.
د مطلب کود: 274296