افغان غږ خبری آژانس: جاپان چې له پنځو کلونو راهیسې د «هنلي» پاسپورټ په درجه بندۍ کې لومړی ځای درلود، درېیم ځای ته راښکته شوی او لومړی ځای اوس سینګاپور لري.
د «CNN» خبري چینل خبر ورکړی چې د سینګاپور اتباع کولای شي د ویزې له ترلاسه کولو پرته ۱۹۳ هیوادونو ته سفر وکړي.
جرمني، ایټالیا او هسپانیه په دویم ځای کې دي او د دغو هېوادونو اتباع کولای شي د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د هنلي سازمان اعلان کړی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې په اوسط ډول هغو هېوادونو ته چې له ویزې پرته سفر کولی شي له ۵۸ څخه ۱۰۹ هېوادونو ته لوړ شوی دی.
افغان اتباع کولای شي له ویزې پرته یوازې ۲۷ هېوادونو ته سفر وکړي.