د ميدان وردګ ولایت د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښاک د اوبو رسولو د ۱۸ پروژو چارې پيل شوې.
په میدان وردګ کې د څه باندې ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸ پروژو کار پیل شو
26 سرطان 1402 ساعت 8:26
د ميدان وردګ ولایت د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښاک د اوبو رسولو د ۱۸ پروژو چارې پيل شوې.
آوا - کابل: د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته په قر، جلریز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو ۱۸ بېلابېلې پروژې پیل شوې دي.
په دې پروژو کې د ۱۰ نیمو پروژو ترمیم او د پاتې ۸ پروژو اساسي بیارغونه شامل دي، چې د دوو بنسټونو د انجینرۍ خدماتو په بشپړ تخنیکي څارنې سره د ۴ میاشتو په موده کې رغول کیږي، چې په پایله کې یې خلکو ته پاکې اوبه برابریږي.
د دغو پروژو په پای کې به ۳۱۱۱ کورنیو، د دوو ښوونځیو ۱۰۳۰ زده کوونکو، د یوه روغتیايي مرکز ۲۴۲ کارکوونکو او ۳۰ جوماتونو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د يادونې وړ ده، چې په يادو ولسواليو کې لسګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د مطلب کود: 273342