افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد رحیم قلندرزی وايي، دغه مرکز په ختیځ زون کې د یونیسف له خوا د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سختې خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې په موخه جوړ شوی دی.
قلندررازي زياته کړه چې په دغه مرکز کې د هغو ماشومانو درملنه کېږي چې له لومړنيو درملو سره نه کېږي.
قلندرزي هیله څرګنده کړه چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د هېواد په ختیځ زون کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې کمې شي او د هغو کسانو درملنه به وشي چې په دې ناروغۍ اخته دي.
هغه زياته کړه: "دغه مرکز د يونيسف په مالي لګښت جوړ شوى، چې د سختو خوارځواکيو ماشومانو درملنه په کې کېږي. پخوا مو په روغتون کې د خوارځواکۍ د ماشومانو لپاره ١٢ بسترونه درلودل، چې دا شمېر به ٣٠ بسترونو ته لوړ شي."
د هغه په وينا، د هېواد د نورو ولايتونو تر څنګ په ننګرهار کې هم د بې سرپرسته ماشومانو شمېر ډېر شوى، چې لامل يې د کورنيو خراب اقتصادي وضعيت دى.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ له امله د اخته ماشومانو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په ټوله نړۍ کې د راپورونو له مخې، د کورونا ناروغي، د اقلیم بدلون او جګړو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ کړي دي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابوالی، بېکاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د دې لامل شوي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شي.