افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دفتر نن (یکشنبه، جوزا ۲۱) اعلان وکړ چې دغه خدمات به د فرانسې، جرمنی، ایټالیا، جاپان، سویلی کوریا، اروپایی اتحادیې په مالي مرسته د افغانستان ماشومان ته به وړاندې شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر ویلي دي چې د دغه سازمان د «تغذيې» پروګرام د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي او ژغورلو کې مرسته کوي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و، چې په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوارځواکۍ او ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.
د مرستندويه ادارو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کورنيو ترمنځ د بې وزلۍ د خپرېدو له امله په خوارځواکۍ اخته ماشومان هم زيات شوي دي.