افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پیښه نن چهارشنبه د جوزا په ۱۰ مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د اشپې دره د چایخیل کیکاچ په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالفتاح فايز وايي، دغه موټر په داسې حال کې له غره څخه وغورځېد چې د کروندګرو يوه ډله خپلو کروندو ته لېږدول.
فایز زياته کړه، چې په وژل شويو کې يو ماشوم او په ټپيانو کې يو شمېر ښځې هم شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کابل - جلال آباد پر لويه لاره يو "سراچه" ډوله موټر له سړکه واوښت، چې له امله يې اته تنه مړه او ټپيان شول.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي او خراب سړکونه د دې ډول پېښو لامل بلل کېږي.