افغان غږ خبری آژانس - هرات: د الفاروق اردو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه وروسته له هغه وشوه، چې ایراني ځواکونو د افغانستان له خاورې د صفري نقطې څخه د تیریدو په موخه د سړک د جوړولو هڅه وکړه، چي اسلام کلا د سرحدي ځواکونو له خوا له خنډ سره مخ شو.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ډيپلوماسۍ له لارې د شخړو په حلولو او د مسلکي انجنيرانو له خوا د ګډو ټکو په ټاکلو ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو او سرحدي ساتونکو تر منځ په صفري نقطه کې ځينې سرحدي لانجې رامنځ ته شوې وې او تر پوځي شخړې پورې يې پرمختګ کړی و، خو د دواړو هېوادونو په منځګړيتوب حل شو. د افغانستان او ایران د رسمي چارواکو خبرې اترې روانې دي
د دواړو هېوادونو جګپوړو او دیپلوماتیکو چارواکو تل د هر ډول شخړو د مخنیوي لپاره د نظر اختلافونو په سوله ییز او ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.