افغان غږ خبری آژانس - کابل: د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې د اروزګان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله روحاني ویلي چې دغه مرکزونه د اروزګان ولایت په چوري، چنارت، چهارچینو، خاص اروزګان او دهراوود ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د اروزګان ولايت د عامې روغتيا رئيس زياته کړه، چې د يادو مرکزونو په پرانيستلو سره به د خوارځواکۍ، نسايي او ولادي ناروغانو د درملنې، عمومي درملو، جراحي او رواني مشورې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
په اروزګان ولايت کې دا لس روغتيايي مرکزونه داسې مهال پرانيستل کېږي، چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې ډېرى ښاريان د روغتيايي مرکزونو او کافي طبي وسايلو له نشتوالي شکايت کوي.