د خوست امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې په نشه يي توکو يوه روږدي خپل زوى او لور په مرمۍ وژلي دي.
په خوست ولایت کې یوه سړي خپل دوه ماشومان وژلي دي
28 حوت 1401 ساعت 15:28
د خوست امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې په نشه يي توکو يوه روږدي خپل زوى او لور په مرمۍ وژلي دي.
آوا - کابل: د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مصطفی ګربز وايي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپل دوه ماشومان په مرمیو وژلي او د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان کړي دي.
ګربز زياته کړه چې دغه سړى معتاد و او د خپلې کورنۍ د دوو نورو غړو له ټپي کولو وروسته يې پر برخود هم ډزې کړې او وژلى دى.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند بیا د دغې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بولي.
بايد يادونه وشي، چې نشه يي توکي د خلکو د شخصي ژوند د خرابولو تر څنګ په کورنيو او ټولنه کې د ګڼو ستونزو لامل هم ګرځي.
د مطلب کود: 267155