د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تیره شپه د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند د «شهرک ذاکرین» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
په کابل کې د داعش پر پټنځای برید/ د داعش دوه غړي وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی
8 حوت 1401 ساعت 10:07
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تیره شپه د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند د «شهرک ذاکرین» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې لیکلي، چې دغه عملیات د یکشنبې په ماښام (کب ۷) د خیرخانې د «شهرک ذاکرین» په سیمه کې ترسره شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې داعش په دغه پټنځای کې د ورانکارو عملیاتو پلان درلود، چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یې مخه ونیول شوه.
د مجاهد په وينا، په دغو عملياتو کې دوه ميله کلاشينکوفونه، يو واسکټ او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
د یکشنبې په ماښام د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه سرچینو خبر ورکړ چې له دې سیمې یې د څو چاودنو او نښتو غږونه اورېدل.
د مطلب کود: 266114