د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د تېرې دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د ۴،۵ میلیونه افغانیو مرسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره ۴.۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
24 دلو 1401 ساعت 11:53
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د تېرې دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د ۴،۵ میلیونه افغانیو مرسته وکړه.
آوا - کابل: نن دوشنبه (دلو ۲۴) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د جهاد ارگینآی په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره وکتل او په دغه هېواد کې د تېرې دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته ۴.۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په ترکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو کورنیو سره د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.
د دغه راپور له مخې، ځايي چارواکي او طبي سرچينې وايي، چې تر اوسه په ترکيه کې ۲۴۶۱۷ کسان او په سوريه کې ۳۵۷۴ کسان د زلزلې له امله مړه شوي او په دواړو هېوادونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۸۱۹۱ تنو ته رسېدلی دی.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بېړنیو مرستو د سرمنشي مرستیال وړاندوینه کړې چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د تلفاتو شمېر به ۵۵ زرو تنو ته ورسېږي.
د مطلب کود: 265406