افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوى وايي، چې د دې ټولنې مسئولينو او د نړيوال بانک استازې ميليندا ګوډ له ٢٥ ډېرو افغان سوداګرو، ښځو او خصوصي سکټور سره د هغوى د ستونزو او غوښتنو په اړه کتلي دي.
د اروپايي ټولنې چارواکو او د نړیوال بانک استازو له افغان سوداګرو سره وکتل
8 دلو 1401 ساعت 11:42
افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوى وايي، چې د دې ټولنې مسئولينو او د نړيوال بانک استازې ميليندا ګوډ له ٢٥ ډېرو افغان سوداګرو، ښځو او خصوصي سکټور سره د هغوى د ستونزو او غوښتنو په اړه کتلي دي.
آوا - کابل: نن (شنبه، دلو ۸) افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د دې ناستې موخه په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر ننګونو او هیلو پوهېدل وو.
د اروپايي ټولنې د استازې په وينا، د برېښنا کمښت، د بانکدارۍ محدوديتونه، د استعدادونو الوتنه او د ښځينه کارکوونکو محدوديت د افغانستان د خصوصي سکټور له ننګونو څخه دي.
خو د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، افغانستان د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ او نومبر میاشتې راهیسې ۱،۷ میلیارده ډالر صادر کړي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۰ کلونو لپاره د افغانستان د صادراتو اندازه په ترتیب سره ۰.۹ میلیارده او ۰.۸ میلیارده ډالره ده.
د افغانستان د ګمرکونو له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې پاکستان (۶۵ سلنه) او هند (۲۰ سلنه) د صادراتو دوه عمده ځایونه دي.
د دغه راپور له مخې، د افغانستان عمده صادرات د سبزیجاتو محصولات (۵۶٪)، معدني محصولات (۲۸٪) او ټوکر (۱۰٪) دي، چې په ګډه د ټول صادراتو ۹۴٪ جوړوي.
د مطلب کود: 264451