افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات ولایت کې د پولیو د واکسین دوهم پړاو نن دوشنبه د وږي میاشتې په ۲۸مه د دولتي ادارو د مسوولینو، د عامې روغتیا د مسوولینو او همکارو بنسټونو په ګډون د ولایت په مقام کې ترسره شو.
د هرات ولایت د عامې روغتیا مرستیال محمد اصف کبیر وايي: په تېره دوره کې مو د شري او پولیو کمپاین په بریالیتوب سره پلی کړ.
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو او نورو رياستونو څخه وغوښتل، چې د کورنيو د خبرتيا په موخه دې په راتلونکي کې هم له روغتيايي برخې سره همکاري وکړي.
ډاکټر کبير همدا راز زياته کړه: له ٢٧ مياشتو راهيسې په لوېديځه حوزه کې د پوليو پېښې ليدل کېږي او هيله لري چې دغه خطرناکه ناروغي به ډېر ژر له ټول هېواد څخه له منځه ولاړه شي.
له بلې خوا د هرات ولايت د بشري منابعو رييس مل پاسوال دستګير الهام وويل: د هرات سيمه ييزه اداره له روغتيايي سکتور سره همغږي ده او دغه پروګرام به په سمه توګه پلى شي.
ټاکل شوې د پولیو د واکسین دغه پړاو د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې په ښار او انجیل ولسوالۍ (د بې ځایه شویو، د مینې او مسلخونو په کمپونو) او شینډنډ ولسوالۍ کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته تطبیق شي.
په همدې حال کې روغتیايي چارواکي له ټولو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
ویل کیږي، چې د کمپاین په دې پړاو کې به ۲۷۷ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین شي.