افغان غږ خبری آژانس: دغه بانک پرون (چهارشنبه، عقرب ۱۸) د یوې خبرتیا په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي.
په اعلامیه کې راغلي: "د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي".
په اعلامیه کي ویل شوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نشته، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده.