افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان وایی چې په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی او وزارت هڅه کوی چې په تطبیق سره د دغې ناروغۍ پیښې کمې کړی. واکسین
هغه زیاته کړه: د دې ناروغۍ لپاره ټول ځانګړي روغتونونه د ناروغانو درملنې ته چمتو دي او موږ هڅه کوو چې خلک له دې ناروغۍ وژغورو، له همدې امله هره ورځ له زرو څخه تر ۸۰۰۰ پورې کسان د کورونا واکسین ترلاسه کوي.
تر دې وړاندې د کندز د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي وو چې په تېره یوه میاشت کې تر دوه لکه ټنو ډېر د کورونا واکسین تطبیق شوي او دا لړۍ دوام لري.