افغان غږ خبری آژانس - کندهار: مولوي زاید د والي د ویاند د دفتر مسؤل
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو او د سپین بولدک د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت نن (شنبه، د غبرګولي ۲۸مه) دکندهار ښار په لسمه ناحیه کي د سپکي او درني وسلي چي د اوبو په یوه ټانکي کي ځای پر ځای شوي وه نیولي دي.
هغه زياته کړه چې د پېښې په تړاو يو تن نيول شوى دى.
هغه وويل: "دا وسلي د پخواني رژيم دي او غوښتل يې چې نامعلوم ځاى ته يې انتقال کړي."
د ښاغلي زید په خبره، یاد کس په تېر حکومت کې له امنیه قومندانۍ او د کندهار له قول اردو څخه مهمات رایستل او پلورل يي، چې دا د بیت المال څخه غلا ده.
تر دې وړاندې د کندهار امنیه قومندانۍ او ۲۰۵ البدر قول اردو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې چې یو شمېر یې پاکستان ته قاچاقېدې نیولې وي.