کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متحده ایالاتو د روسیې د انرژۍ تادیاتو څخه خپل معافیت تمدید کړ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 26 جوزا 1401 ساعت 9:00

د روسیې په تیلو باندې د اروپایی هیوادونو د ډیر انحصار له امله، واشنګټن اړ شو چې د مسکو د انرژۍ صادراتو ته د پیسو ورکولو معافیت د روان کال د دسمبر تر پنځمې پورې وغځوی.


آوا، واشنګټن د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴ مه) اعلان وکړ چې د روسیې د صادراتي انرژۍ تادیاتو ته به اجازه ورکړي چې د روان کال د دسمبر تر ۵ نیټې پورې دوام وکړي.
 
امریکايي چارواکو ویلي دي چې تر هغه وخته پورې به اروپايي ټولنه دا فرصت ولري چې له روسیې څخه د خپلو تیلو او انرژۍ واردات تقریبا په بشپړه توګه ودروي.
 
د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته لویدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا پر روسیې سخت بندیزونه ولګول، چې د روسیې د انرژۍ صادرات هم پکې شامل وو.
 
امريکا له روسيې څخه د تېلو واردات په بشپړه توګه بند کړي، خو د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د روسيې پر انرژۍ ډېر تکيه کوي او پر مسکو له اقتصادي او مالي بنديزونو سره سره بيا هم اروپايي هېوادونه د انرژۍ يوه برخه له روسيې واردوي.
 
د می په وروستیو کې، د اروپایی اتحادیې ۲۷ غړو د روسیې په وړاندې د بندیزونو په شپږمه بسته کې موافقه وکړه چې له روسیې څخه د خپلو تیلو واردات وځنډوي، مګر په ورته وخت کې د هنګري له لارې د خام تیلو پر معافیت موافقه وکړه.
 
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې ویلي چې لویدیځ نشي کولای د څو کلونو لپاره د روسیې له تیلو او ګازو سره اړیکې پرې کړي.
 
د روسیې ولسمشر دغه څرګندونې په مسکو کې د روسیې د پاچا پیټر ستر د زېږېدو د ۳۵۰مې کلیزې په مناسبت جوړ شوي نندارتون کې له ګډون وروسته وکړې.
 
اروپايي ټولنه اوس د خپلو ګازو څلویښت سلنه له روسیې واردوي. که څه هم د اتحادیې غړو ژمنه کړې چې د ۲۰۲۲ تر پایه به د روسیې پر تیلو خپل انحصار ۹۰ سلنې ته راکم کړي، خو تر اوسه د ګازو په اړه کومه ژمنه نه ده شوې.
 
متحده ایالاتو د روسیې د انرژۍ پر ټولو تولیداتو بندیزونه لګولي دي، خو د نړۍ د تیلو او ګازو د بیو لوړیدل په دې معنی دي چې په وروستیو میاشتو کې د ټولیز عرضې د کمیدو سره سره د روسیې ګټه لوړه شوې ده.
 


د مطلب کود: 254324

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/254324/متحده-ایالاتو-د-روسیې-انرژۍ-تادیاتو-څخه-خپل-معافیت-تمدید-کړ

آوا
  https://www.avapress.net