اسلامي امارت د افغانستان له ګاونډ هيوادونو څخه د دوه اړخیزو اړیکو غوښتنه وکړه، چي له مخي یي د ګډو ستونزو حل رامنځته شي.
د افغانستان داخلي مسایل د افغانانو خپل کار دی
26 ثور 1401 ساعت 8:20
اسلامي امارت د افغانستان له ګاونډ هيوادونو څخه د دوه اړخیزو اړیکو غوښتنه وکړه، چي له مخي یي د ګډو ستونزو حل رامنځته شي.
افغان غږ خبری آژانس (آوا)، نهه میاشتي کيږي، چي اسلامي امارت پوره واک ته رسيدلی؛ خو هيوادونه په تيره بیا د افغانستان ګاونډیان اوس هم یو اړخیزي غوښتني لري.
اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو سره اړیکو ته ډير اهمیت ورکوي او پر ګاونډ هيوادونو غږ کیږي، چي له کابل سره د اړیکو پر پراخولو کار وکړي، چي ستونزي په ګډه حل شي.
د اسلامي امارت د چارواکو په وینا داخلي مسایل د افغانستان پر حکومت او خلکو پوري اړه لري او دوی به هم د هيوادونو مشوري په پام کي ونیسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي د افغانانو کورني مسایل پر افغانانو پوري اړه لري او که څوک د افغانستان له سیاسي جوړښت سره تړلیو مسایلو په اړه ملاحظه لري؛ باید له افغانستان سره ګډه همکاري او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره هڅي وکړي.
د ټولګډونه حکومت جوړول د نړیوالي ټولني له مهمو شرطونو څخه دي، چي ورسره د افغان حکومت پر رسمیت پيژندل تړل شوي دي.
سیاستوال د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له نورو هيوادونو سره د افغانستان تعامل مهم ګڼي.
که څه هم کوم هيواد په رسمي بنه ندي ویلي، چي اسلامي امارت پر رسمیت پيژني؛ خو په پاکستان، ایران، ترکیه، روسیه، ازبکستان او چین کي د افغانستان سیاسي استازي اوسمهال له کابل سره اړیکي ټینګوي او له کابله امرونه ترلاسه کوي.
##د_افغانستان_داخلي_مسایل ##ذبیح_الله_مجاهد ##نړیوال_مشروعیت ##پاکستان ##ایران ##ترکیه ##روسیه ##ازبکستان ##چین ##اسلامي_امارت ##کاب##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه
##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه
د مطلب کود: 253164