د ننګرهار د کانال مسولین وایي، تمه لري چې سږکال به د دې ولایت د زیتونو له باغونو څخه د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیاته حاصلات په لاس راوړي. د کانال ریاست مرستیال شریفي الله فضلي وایي، تیر کال یې د زیتونو له باغونو څخه سل ټنه حاصلات ترلاسه کړي و، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې د تیرکال په پرتله پنځه برابره زیات او پنځه سوه ټنه د زیتونو حاصلات به ولري. فضلي زیاتوي چې اوسمهال د دې ولایت په مختلفو برخو کې په ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بوټي کینول شوي او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل یې د زیتونو د تازه کرل شویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.