هغه زیاتوي:«څو کالار مې راوړي دلته یې پلورم، څو یو شل افغانۍ پیدا کړو، صغیران ماشومان مې دي ورته ډوډۍ وړم.»
د منیرې ترڅنګ ډېرې نورې ښځې هم دي چې د ښځينه او د نارینه وو زاړه کالي پلوري، دوی هیله لري چې جګړه پایته ورسیږي او نور خلک له بې وزلۍ سره مخ نشي.
شمسیه څرګندوي:«یو زوی مې فاریاب کې ورک شوی دی، مړی او ژوندی یې نه دی مالوم، کار نشته، مجبوره یم دلته کالي وپلورم، جګړې زموږ ټول شته واخیستل.»
دغه مېرمنې وايي په سرکونو کې د کار پرمهال د ځینو نارینه وو لخوا زورول کیږي.
بلخ کې د ښځو د حقونو فعاله، شازیه حقجو:«هم دولت او هم اړوند بنسټونه دنده لري چې د دغو ښځو د ژوند ښه والي لپاره کار وکړي.»
په همدې حال کې د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست بیا دولتي بنسټونو کې ښځو ته د کار د زمینې برابرولو وايي:«موږ هڅه کوو چې د سرک پر سر د کارګرو ماشومانو لپاره پروګرام لرو، د ښځو لپاره یې هم ولرو.»
که څه هم چې د طالبانو له رژیمه وروسته هېواد کې په دولتي ادارو کې ښځې ګمارل شوې دي، خو لا هم ډېرې نورې د کار او روزنې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.