د افغان حکومت او د طالبانو مرکچي پلاوي د شنبې ورځې ـ د وږي ۲۲ ـ تر اوسه دوح کې دي او د سولې خبرو رسمي پیل په تړاو سره ناندرې کوي.
خو اوربند، د اقلیتونو حقونه، د بیان او رسنیو ازادي، د ښځو حقونه او نورې لاسته راوړنې هغه موضوعات دي چې د ځینو سرچینو په حواله قطر کې به د سولې خبرو پرمهال پرې بحث وشي.
په همدې حال کې ځيني سیاستوال او پخواني جهادي مشران په دې باور دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري د اوربند ټینګښت وړاندیز او د طالبانو له لوري د نظام د بدلون وړاندیز له هغو موضوعګانو شمېرل کیږي چې، یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره به دغه خبرې ډېرې اوږدې کړي.
پخوانی جهادي مشر، محمد اسماعیل وايي:«د افغانستان حکومت حتمآ د اربند وړاندیز کوي او ښایې طالبان د موقتې ادارې، او دا به لومړۍ پوښتنې وي چې بندون رامنځته کوي.»
افغان حکومت هم د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې اوربند یو له مهمو لومړیتوبونو بولي.
بل لوري بهرنیو چارو وزارت ته نوماند محمد حنیف اتمر وایي، د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو کې د اوربند ټینګښت کابل لپاره اساسي ګام دی:«سولې ته د رسیدو لپاره موږ اوربند اساسي ګام بولو او سوله هغه مهال تضمین کېدی شي چې د خپلواکۍ او ځنکنۍ بشپړتیا متضمن وي.»
د ولسي جرګې غړی، عبدالرووف انعامي څرګندوي:«هر ډول اختلاف کې اوربند د باور جوړونې لپاره مهم دی او د جګړې دوام به د دواړو لوریو ترمنځ د عقدو لامل شي.»
خو بیا هم د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاډ ورکوي چې، د افغانستان اسلامي جمهوریت ټولې تېرې لاسته راوړنې به خوندي وساتي:«د هېوادوالو د حقوقو په ګډون، د ښځو حقوق، بشري حقوق، د قربانیانو او لږکیو حقوق، عدالت او آزادي چې په ډېرو قربانیو سره ترلاسه شوي، په دې خبرو کې به خوندي وساتل شي.»
دا پنځمه ورځ ده چې په قطر کې د دواړو لورو پلاوي د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره د طرزالعمل او تګلارو پر وروستي کولو بوخت دي، او دا هغه خبرې دي چې، د افغانانو یوازنۍ هیله بلل کیږي.