د امریکې د واټسن انسټيټيوټ د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د کال 2001 د اکتوبر د میاشتې نه تر د کال 2019م د اکتوبر د میاشتې پورې په 18 کاله جګړه کې ټول 157000 کسان وژل شوي دي.
د واټسن انسټيټيوټ ترمخه په دې 18 کاله موده کې په پاکستان کې 66000 کسان وژل شوي دي.
د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د 18 کاله جګړې له امله نېغ په نېغه وژل شوؤ کې تر ټولو زياته شمېره د افغان پوځ او پوليس ښودل شوې چې 64124 سرتيري پکې وژل شوي دي.
ویل شوي په جګړه کې 43073 ملکي وګړي او 42100 مخالفه وسله وال وژل شوي دي.