د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارک پوتزل د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې دا خبره کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړه لوري د مذاکراتو پر پیل، په مذاکراتو کې د بحث پر مواردو او چمتوالي غږېدلي دي. د سرچینې په وینا، ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې په برخه کې د المان هېواد له هڅو مننه کړې او سولې ته د رسېدو لپاره یې د افغان حکومت د چمتوالي ډاډ ورکړی. بلخوا، د المان ځانګړي استازي مارک پوتزل د بین الافغاني خبرو پیل تاریخي فرصت بللی او په وینا یې دغه هېواد چمتو دی چې د افغانانو تر منځ د خبرو کوربتوب وکړي.