د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو په ګډه یوه لس کسیزه کمېټه ټاکلې ترڅو د غونډې د اجنډا په اړه بحث وکړي.
له اوو میاشتو اوږده ځنډ وروسته تېره ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین افغاني خبرو د پیل لومړۍ ورځ وه، چې د دواړو لورو مرکچي پلاوو ترڅنګ د افغان حکومت په استازولۍ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ورسره مل پلاوي ګډون کړی وو.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ۱۳ نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډون ترڅنګ په غونډه کې ویناوې هم وکړې.
نن د بین الافغاني مذاکراتو دویمه ورځ ده، د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو په ګډه یوه لس کسیزه کمېټه ټاکلې.
دغه کمېټه به نن په خپلو کې سره کېني، دوی به د خبرو پر څرنګوالي، د خبرو پر اجنډا او دا چې پر کومو موضوعاتو کله او څنګه خبرې وشي بحث کوي.
دغه راز د افغان حکومت له مرکچي پلاوي پرته به د خبریالانو په ګډون د افغان حکومت په استازولۍ تللی هئیت نن کابل ته راشي.
د یادونې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ راتلونکې بین الافغاني خبرې به د پردو تر شا ترسره کېږي او په دغه خبرو کې به د دواړو لورو له پلاوو پرته چاته اجازه نه وي.