د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ورسېده.
د دولت دا مذاکراتي پلاوی ۲۱ غړي لري.
په پلاوي کې د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم شامل دي.
دوی به نن د شنبې په ورځوږي۲۲ د قطر په مشهور هوټل «شریتون» کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.