د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د بین الافغاني خبرو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل او دا فرصت باید ضایع نه شي. یاد وزارت له دواړو خواوو غوښتي چې د بین الافغانی خبرو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې زغم او انعطاف وښیي. په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې تمه ښودل شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې به افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه ختمه کړي. افغان حکومت او طالبانو پرون تأیید کړه چې بینالافغاني خبرې سبا شنبه د سنبلې په ۲۲مه نېټه په قطر کې پیلېږي. په دې خبرو کې به د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي. سرچېنه زیاتوي چې امریکا او نړیواله ټولنه به دا بهیر له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به مرسته هم وکړي. په همدې حال کې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به ژر دوحې ته لاړشي او د سولې د بین الافغاني خبرو اترو پرانیستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي.