روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د وږي په ۲۰مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه پېښې د ۳۴۳ کتل شویو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې ۸۱ د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي او د مړینې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.