د هېواد دفاع وزارت هرات ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۶ افغان سرتېرو له وژلو خبر ورکوي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(پنجشنبې د وږي په ۲۰مه نېټه) راغلي دي چې طالبانو تېره ورځ د یاد ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
دفاع وزارت څرګندوي چې نښته کې ۴ طالبان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.