د EPD موسیسې مسول احمدالله وايي، ۲۵ هغو مېرمنو ته چي د کور سرپرستي ور پر غاړي وه او د خیاطۍ کسب کوي، ورته د ماسک جوړولو ورکشاپ جوړ شو. د نوموړي په خبره، دغو ښځو ته یوه پایه د کالیو جوړولو ماشین یا څرخ او د ماسک جوړولو لپاره ۴۸ متره ټوکر ورکړل سو، تر څو په کورونو کې هره ښځه ماسکونه جوړ کړي. هغه مېرمنې چي په دغه ورکشاپ کې يې برخه اخیستې وايي، د کور ټولې چارې دوي ته ور پر غاړه دي او د خیاطۍ له لارې خپلو اولادونو ته ډوډي پيدا کوي. د ښځو چارو فعاله او د ولایتي شورا پخوانۍ غړې مریم درانۍ هم څرګندوي چې دغه ډول پروګرامونه به د ښځو پر اقتصادي وضیعت مثبت اغېز وکړي. په کندهار کي د ښځو اقتصادي وضیعت ډېر زیات کمزوی دی او هلته په سلګونو داسې لنډ مهاله پروګرامونه عملي شوي؛ خو کومه مثبته پایله يې نه ده ورکړې.