دغه وزارت وایي، په همدې موده کې له دې وبا څخه درې تنه مړه شوي او ۲۰ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۱۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۰ زره او ۵۵۷ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.