غزنی سیمه ییز چارواکې وایی چی طالبانو بمونو ځای پرځای شوی دوه موټرونه د هدف ته رسیدو مخکې د هیواد امنیتی ځواکونو له لوری د مقر په ولسوالی کې له منځه وړل شوی دی.
غزنی کې طالبانو بمونو ځای پرځای شوی دوه موټرونه هدف ته رسیدو مخکې له منځه وړل شوي
13 میزان 1398 ساعت 13:47
غزنی سیمه ییز چارواکې وایی چی طالبانو بمونو ځای پرځای شوی دوه موټرونه د هدف ته رسیدو مخکې د هیواد امنیتی ځواکونو له لوری د مقر په ولسوالی کې له منځه وړل شوی دی.
عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند نن شنبه د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی طالبانو یو ځای پرځای شوی تونس ډوله موټر هدف ته رسیدو مخکې د غزنی مقر ولسوالی چهارده په سیمه کې د امنیتی ځواکونو له لوری پيژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.
د هغه په وینا د چاودنې شدت له امله ۴ تنه خیزش مردمی ځواکونه ټپیان شوی دی.
نوری زیاته کړه چی تیره ورځ هم طالبانو یو بمب ګذاری شوی موټر د اندر په ولسوالی کې د هوایی برید امله له منځه وړل شوی وو.
همدارنګه د غزنی والی ویاند په وینا د امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ کې نن د ده یک ولسوالی باغ های تاسنګ په سیمه کې ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا په دی بریدونو کې غیری نظامیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 192592