د غزنی ولایت عامه روغتیا ریاست فارمی برخی مسؤولین او صحی قوانینو تطبیق او نظارت او څیړنې ټیم، نن دوشنبه(۱۴ اسد) ټول روغتیایی مرکزونه د پشتون آباد او توحید آباد کې تر نظارت او څیړنې لاندی قرار ورکړ.
غزنی توحیدآباد او پشتون آباد کې ټول روغتیایی مرکزونه تر نظارت لاندی قرار ونیول
14 اسد 1398 ساعت 17:03
د غزنی ولایت عامه روغتیا ریاست فارمی برخی مسؤولین او صحی قوانینو تطبیق او نظارت او څیړنې ټیم، نن دوشنبه(۱۴ اسد) ټول روغتیایی مرکزونه د پشتون آباد او توحید آباد کې تر نظارت او څیړنې لاندی قرار ورکړ.
د آوا په ګزارش سره؛ یاد ټیمونه ۱۳ باب دواخانه، ۲ باب معاینه خانه او یو کلینیک چی قانونی مجوز نه بغیر فعالیت کوله او یا هم جوازونه یی نه وو پوره کړي، مهرلاک او بند کړل.
د غزنی عامه روغتیا ریاست اعلان کړی چی په جدیت سره هڅه کوی ترڅو د غیری مسلکی وګړو فعالیت څخه صحی، صحی غیری قانونی مرکزونو او بی کیفیت او تاریخ تیر ادویه خرڅولو څخه مخنیوی وکړی.
د مطلب کود: 189597