د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا پیښه نن سهار ۸:۰۰ بجی چهارشنبه د کاپیسا ولایت کوهستان دوهمه حصه مربوطه سیمو کې رامنځته شوی دی.
سیمه ایز سرچینی وایی چی څارنوال عصمت الله خالقی د ناپیژانده وسله والو له لوری چی موترسایکل باندی سپاره وو په ډزو وژل شوی او دوه تنه نږدی خپلوان یی د محمد تواب او عبدالشکور په نامه هم د کالوته په سیمه کې مجروح شوی دی.
په دی حال کې عبدالشایق شورش، د کاپیسا ولایت پولیسو ویاند دا پیښه تاییدوی خو په دی اړه نور جزئیات نه وړاندی کوی.