د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د سولي په خبرو اترو کې له وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو سره د پاکستان د اړیکو څرنګوالی باید روښانه شي.
له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو څرنګوالي باید روښانه شي- ولسمشرغني
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حوت 1397 ساعت 19:15
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د سولي په خبرو اترو کې له وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو سره د پاکستان د اړیکو څرنګوالی باید روښانه شي.
له وسلوالو طالبانو سره د پاکستان اړیکې تل له نیوکو سره مخ وې او ان کله نا کله د کابل او اسلام آباد اړیکې هم ناندریزې شوې دي. اوس په دوحه کې له وسلوالو طالبانو سره د امریکا د استازیو له خبرو سره جوخت، ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د ښځو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان د اړیکې څرنګوالی له وسلوالو طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو سره باید تت او ناڅرګنده پاتې نشي.
ولسمشر اشرف غني وایي: دا تتې، ناڅرګندې او د پردې تر شاه اړیکې باید روښانه شي. هغه ډاډ، چې خلک یې په سوله کې غواړي د امنیت خوندیتوب دی، نه د تېرې تجربې تکرار.
ښاغلی غني اندېښمن شوی او وایي؛ هغه وخت رارسیدلی، چې یو او بل ومنو او د سولې په لړ کې د خلکو د یوې برخې بهر پاتي کیدل به د تلپاتي سولې مخه ونیسي.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې سوله ملي ده؛ نه حزبي، سمتي او قومي. که د افغانانو یوه برخه لدغه بهیر بهر پاتې شي؛ تلپاتې سوله به نه وي.
د هېواد اجرائیه رییس وایي، طالبان باید د خلکو د عدالت غوښتنې غږ ته ځواب ورکړي او روانه جګړه هم بس کړي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې د جګړې له غزیدو ډېر زیان ښځې ویني او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم خلک زیانمن کیږي؛ ځکه، نو ټول د سولې غوښتونکي دي.
د ښځو چارو وزیره دلبر نظري وایي، چې د سولې په بهیر کې باید د ښځو لاسته راوړنې خوندي شي او دوی دې هم د سولې خبرو یوه برخه وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې په دوحه کې د تړلو دروازو تر شاه روانې دي او تراوسه یې پایلې خلکو ته په ډاګه شوې ندي.
د مطلب کود: 181170