د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ چهاربولک ولسوالی کې افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته
14 عقرب 1397 ساعت 11:12
د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې نښته تېره شپه ناوخته د ګور تپې ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې د طالبانو نومول شوی ولسوال د ګل نبي ډلې اړوند دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په دغه نښته کې د وسله والو دوه موټرسایکلونه هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړمه شپه د ببغلان ولایت د بورکې ولسوالی په مربوطاتو کې یو کړی ماین کشف او شنډ کړی دی.
د مطلب کود: 173546